اداري فساد د افغانانو لومړی دوښمن !
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

               افغانستان په روستیو کلونو کې د خپل  ژوند او بقا لپاره خورا کږلیچنه لار ووهله ، له سختو پيچومو تیرشو او د نړیوالو مرستو او پراخ سیاسي ملاتړ په مټ، تر ننه ژوندی پاتې شو . افغانانو په دې موده کې یو څو ګامونه مخې ته واخیستل او افغانستان يي بیا په نړیوال ډګر کې د یوه خپلواک او د نړیوالې ټولنې د یوه وړغړي پتوګه رامنځته کړ، خواوس هم د ارامۍ او سوکالۍ  کلي ته د رسیدو لپاره کړاوومنه او اغزنه لار په مخکې پرته ده !

 ۲۰۱۴ کال په بېړه راروان دی او هغه وخت به ټول امنیتي مسولیتونه، افغانان پخپلو اوږو واخلي او  د داسې راتلونکې سره به مخ شو چې بیا به هم په کور دننه او بهر له  ټاکلو ننګونو او ګواښونو سره لاس وګریوان یو!

 ځیني وايي د دولت وسلوال مخالفین ، طالبان ، مذهبي توند لارې او ترهګر به د راتلونکې غټه ستونزه وي ، ډېره پانګونه باید د داسې شرګډو د ټکولو لپاره په کار واچول شي او ټوله هڅه باید دې خوا ته واړول شي . نور بیا دا هم وايي څوک چې د پنجاب او قم په خم کې رنګ شوي او د ای ایس ای او تهران په لاړو لانده په لویدیځ ، سویل او ختیځ کې د افغان خاورې ، دولت او خلکو په وړاندې جنګیږي، په راتلونکې به هم د شرارت لوی پيټی د دوی په شا او د مرییتوب رسۍ د دوی پرغاړه وي!  

خوځیني نور چې کورني جګړه مار او ډانګیان بیا د راتلونکې لویه غوټه او بوخسه ګڼي او ځمکه د داسې غوايانو پر ښکرونو ولاړه بولي، هم له پامه نه شي غورځیدای.      

 که دا هرګواښ او ننګونه پخپل ځای کې سمه او پلویان يي په حق دي، خو په فساد کې ډوب دولت او د ولس په وړاندې غولوونکې او درواغجنه اداره بیا د دې ټولو په سرکې ځای لري !

په اداره کې فساد او مافیا او د مدیریت د نویتوب لپاره د ارادې نشتوالی په ولسي ژبه د ونې هغه ډډ او سټې ته ورته پاتیږي چې نورهغه يي بیا څانګې او خاښونه ګڼل کېدای شي .

په توکیو کنفرانس کې نړیوالو له افغانستان سره د ۱۶ میلیارده ډالرو او یا د ولسمشر کرزي په مسکا وزمه څرګندونه، د ۱۸ میلیاردو ډا لرو مرستې،  ژمنه وکړه . خو مرستګړو هیوادو، خپلې مرستې په افغان اداره کې د اداري فساد سره د مبارزې ، ښې حکومتولۍ ، د قانون په یوشان پلیتوب او د دیموکراتیکو بنسټونو په پياوړتیا پورې تړلې او غوټه وګڼلې.

کابل ته له توکیو څخه په راستنېدو، ولسمشر کرزي د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په نوم یو فرمان چې اوس يي د ۴۵ ګڼې فرمان نوم خپل کړی، د ۱۳۹۱ کال د زمري په ۱۵ مه ، خپور کړ . له هغه مهال دا دی نږدې درې میاشتې تېریږي، خو دولت په دې لار کې کومه لویه او د لید وړ لاسته راوړنه او بریا نه لري. هغه بریاوې چې دولت يي دې برخه کې بیا بیا یادوي او تبلیغوي، په خروارکې د چیټاکی په اندازه هم نه ګڼل کیږي !

وخت په منډه او بېړه تیریږي، خو داسې ښکاري چې په دولت کې ځیني واکمنې کړۍ ، د نړیوالو شرطونو د پليتوب اراده نه لري او یا هغه پاموړ نه بولي او خوشې ټوکې یي ګڼي !

افغان ولس له دولت څخه امنیت ، ثبات ، کار او خدمت غواړي . ددې او داسې نوروغوښتنو پلیتابه پیسو ، وسایلو او مدیریت ته اړتیا لري. پیسې او وسایل چې افغانان يي نه لري له نړیوالو اخیستلای او پورولای شي خو د هغو پرځای لګونه او مدیریت بیا د بهرنیانو نه، بلکې د افغان دولت کار او دنده ده .

دا ټول په ګډه بیخي د یوې دایرې (  circle ) بڼه لري. که دا دایره په هره برخه کې څیرې شي، بهیر او خوځښت پرې کیږي او ژوند په ټپه دریږي !

د ښه مدیریت نشتون، اداري فساد او د ټولنې د ورځنیو غوښتنو په اړه د لوړپوړو چارواکو بېغوري او دا لا څه چې خپله دولت د افغانانو د ځور او کړاو د یوې وسیلې پتوګه، له ترهګرو او مذهبي توندلارو زیات افغاني ټولنې ته تاوان رسوي. په دولت کې دننه د جهاد او مقاومت په نوم د ځانګړې مافیا مطلقه واکمني چې قسیم فهیم او سیاف يي د لا پیاوړتیا چیغې وهي ، دولت له ښه مدیریت څخه محروم کړی دی .

که دولت، ځان د دغه وبا په وړاندې واکسین نه کړي او په فساد ککړ لوړپوړې چارواکي له دولته ایسته نه کړي ، د جهاد او مقاومت مافیا چې په تېرو دوه لسیزو کې يي د افغانانو په شخصي شتمنیو او بیت المال ، لکه د تورکي پسونو پشان لمونه او څټونه کړی په کور کښيننوي او د مدیریت نویتوب ته چې د افغانانو غوښتنه او د نړیوالو مرستې ورپورې تړلي، پام ونه کړي؛ د دولت او افغاني ټولنې ترمنځ  واټن به نورهم زیات شي او د نړۍ مرستې اوملاتړ به هم له لاسه ورکړي .

بلخوا که افغان دولت، افغانان خپلو منځوکې د یوې بې ارزښته موضوع په اړه، جنګولو ته ولمسوي لکه د ښوونې او روزنې د پوهنتون په نوم د یو متنازع سړي رباني پر سر او یا ولسي جرګه د خپلې پریکړې پر ضد ودریږي لکه بسم الله محمدي چې د بيکفایتۍ او فساد په جرم يي د کورنیو چارو له وزارت څخه لیرې او بېرته يي د ملي دفاع وزیر پتوګه ومانه، په داسې حالاتو کې دولت خپله ریښه په تیشه وهي او د طالبانو او نورو ترهګرو تبرګي ته لاستی وراچوي .

چې کاڼې اخلې ځان پرې ولي ، ملامت څوک دی ؟

زه به افغان دولت وړ وبولم که پر کونړ ولایت د پنجابي پوځي بریدونو په وړاندې لږ تر لږه په شعار او وینا کې متحد واوسي. پرافغان خاوره د پنجاب د څرګند او بربنډ تیري په مهال، دولت افغان ولس ته تر ژبې لاندې او په تړتړۍ ژبه خبرې کوي ، سهار یو څه وايي او ماښام بل څه ! یو وزیر یو څه وايي او بل چارواکی بل څه ! ایا په داسې زړه نا زړه او څپڅپاند دریځ، له افغان دولت څخه د کورنيو مخالفینو او بهرنيو دوښمنانو سترګې سوځي ؟

کله چې د دولت کورني مخالفین او ګاونډي سیالان او بدخواهان، د افغان دولت خپلمنځي توپیرونه او تربګني ویني، نو يي له افغان دولت څخه حیا نه کیږي او د ډیرو په اند د ټولو ستونزو ریښه بېرته افغان دولت ته راګرځي !

نو اوس بېځایه نه ده چې له ځانه وپوښتو څوک ډېر مضر او خطرناک دي ؟ مذهبي توندلاري ، ترهګر او که په دولت کې جهادي مافیا ؟

ګاونډي سیالان، مخالفین او که په دولت کې دننه د دوی ګوډاګیان، تالي څټي او واکمنه مافیا ؟

په کور دننه دوښمن، د لستوڼي مار، پنځم ستون او که بهرنی څرګند او مالوم دوښمن ؟

زوړمدیریت ، ناوړه اداره ، د خلکو کړوول او ځورول لومړی وبولو او که د ترهګرو او طالبانو ګوزارونه او بمونه ؟

تر ستوني په فساد کې ککړتیا ، د نویتوب او سمون د ارادې نشتون او که خپل پیټی او دنده د نورو پر غاړه وراچول ، له نورو ګیله او پرهغو نیوکه ؟  

البته دا ټول مضر او خطرناک دي خو تر هر څه زیات په کور دننه د لستوڼي مار او د کورنیو ستونزو، چاره لومړی پکار ده او د ناوړې ادارې سمون ته سخته اړتیا ده !

د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر ۱۷ مه

 


October 18th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات